پېښور 14 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د ځنګلات او ماحوليات صوبائي وزير فضل حكيم خان يوسفزئي سره په خپل دفتر كښې د زيارت په ورځ د اسمبلۍ غړو او د خپلې سيمې خلقو ملاقات وكړو۔په دې موقع د وزيراعلٰی خاص مرستيال ملك لياقت٬د صوبائي اسمبلۍ غړي سلطان روم او نورو د اسمبلۍ غړو د ځنګلات او ماحوليات وزير ته مباركي وركړه او ده لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د صوبائي وزير فضل حكيم وينا وه چې كومه ذمه واري راكړې شوې دا به په ښه ډول تر سره كولو لپاره هڅه كوم او خپل منصب او عهدې سره به انصاف كوم۔