د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول ريجن كښې 412 ملزمان د بجلۍ په غلا نيولې شوي ٬ وياند

لاهور۔14 مارچ (اے پي پي) د لاهور الېكټرك سپلائي كمپني (ليسكو) چيف اېګزېكټو انجينئر شاهد حېدر په مشرۍ كښې د بجلۍ غلا كولو په ضد كمپائن په كاميابۍ سره روان دے٬ د ليسكو وياند تر مخه په تېرو 24 ساعتونو كښې په ټول ريجن كښې 412 كسان د بجلۍ په غلا كولو كښې ككړ موندلے شوي ٬ چې پكښې د 187 په ضد مقدمې درج شوي ٬ په نيولے شوو كنكشنز كښې 12 كمرشل ٬ ١ زرعي او 399 كورني كنكشنز شامل دي۔ټول كنكشنز منقطع كړے شوي او دغې كسانو ته 2 لاكه 61 زره 8 سوه يونټس د ډيكټيكشن بل په مد كښې چارج كړے شوي ٬ د كومو ماليت چې 92 لاكه 80 زره 7 سوه 91 روپۍ دے۔