د بلوچستان وزيراعلٰی په كور كښې د ګاز ليكج په نتيجه كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

كوئټه 13مارچ (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د كوئټې په ايئر پورټ سړك كور كښې د ګاز ليكج چاودنې په نتيجه كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونې كولو سره وئېلي دي د ګاز ليكج په چاودنه كښې د يوې مېرمنې او ماشومان په حق رسېدو ډېر خفه شوے يم٬د بلوچستان وزيراعلٰی چارواكو ته په پېښه كښې د ژوبل شوو كسانو ته د ښه طبي آسانيو وركولو هدايت كړے او وئېلې يې دي چې په دې خفګاني پېښه كښې په حق رسېدليو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔