كوئټه كښې د ګاز سلنډر چاودنې په نتيجه كښې درې كسه مړه او دوه ژوبل شول

كوئټه 13مارچ (اے پی پی)د كوئټې په سيمه ايئرپورټ روډ اچكزئي كالونۍ په يو كور كښې د ګاز سلنډر چاودنې په نتيجه كښې درې كسه مړه او دوه ژوبل شوي۔په مړو شوو كښې دوه ماشومان هم شامل دي۔مړي د ايدهي ايمبولينس د لارې سول روغتون ته منتقل كړے شوي۔د ايدهي ذريعو له مخې د شورو په ورځ د كوئټې په ايئر پورټ روډ چورنګي اچكزئي كالونۍ كښې په يو كور كښې د ګاز سلنډر چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې درې كسه مړه شول او دوه كسه سخت ژوبل شول ۔په مړو شوو كښې دوه ماشومان هم شامل دي۔اطلاع ترلاسه كېدو سره د ايدهي ډله د پېښې ځاې ته ورسېده او مړي او ژوبل شوي كسان يې په سمدستي توګه سول روغتون ته منتقل كړل چرته چې ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې كېږي