د خېبرپښتونخوا د صحت وزير د خيبر هسپتال روغتون دوره ٬رنځورانو ته د وركړے كېدونكو آسانيو جاج واغستلے شو

پیښور 13مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د صحت وزير سيد قاسم علي شاه د خيبر ټيچنګ هسپتال پېښور ناڅاپي دوره وكړه او هلته يې د ايمرجنسي٬وارډز او فارميسۍ څارنه وكړه۔په دې موقع د انتظاميې لخوا د صحت صوبائي وزير روغتون ته د ورمخې ته مسئلو او هلته د وركړے كېدونكو روغتيا آسانيو نه خبر كړو۔سيد قاسم علي شاه د روغتون څارنې په مهال د رنځورانو څخه هم تپوس پوښتنه وكړه۔هغه د رنځورانو څخه په روغتون كښې د ترلاسه روغتيا آسانيو په اړه هم رائے واخسته ۔ده انتظاميې ته هدايت وكړو چې په روغتون كښې موجود ټول ترلاسه وسائل رنځورانو لپاره وكارئ