پیښور ۔ 13 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د صحت وزير سيد قاسم علي شاه د خېبر تېچنګ هسپتال دوره وكړه او هلته ئې د اېمرجنسي ٬ وارډز او فارميسي معائنه وكړه ٬ په دې مهال د انتظاميه لخوا صوبائي وزير ته روغتون ته د پیښو مسائلو په اړه او دغلته رنځورانو ته د وركړے كېدونكو اسانيو په اړه ووئېل شول٬ دغسې سيد قاسم علي شاه د روغتون دورې په مهال هلته د موجودو رنځورانو تپوس پوښتنه وكړه او عيادت ئې وكړو ۔ ده رنځورانو څخه د روغتون نه د اسانيو وركولو په اړه هم معلومات تر لاسه كړل٬دغسې ده انتظاميه ته سپارښتنه وكړه چې تر لاسه ټول وسائل رنځورانو ته وركول باوري كړئ ۔