الخدمت فاؤنډيشن د غزه جنګ ځپليو نورو 15 زره كورنيو لپاره رمضان فوډ پيكج روان كړو ٬ ډاكټر حفيط الرحمن

لاهور۔12مارچ(اے پی پی) الخدمت فاؤنډېشن د غزه جنګ ځپليو نورو 15 زره كورنيو لپاره رمضان فوډ پېكج او نوے اېمبولېنس غزه ته روان كړے دے۔ په دې موقعه د الخدمت فاؤنډېشن پاکستان صدر ډاكټر حفیظ الرحمن اسماعيليه مصر څخه د رفح پولې د لارې د مرستې سامان روانولو په مهال خپلو ټېلېفوني خبرو كښې ووئيل الخدمت په اوسنۍ جوپه كښې د 20 لويو ټرېلرو د لارې 400 ټنه د مرستې سامان غزه ته لېږلې دې۔ دې سره سره ژوبل شويو او رنځورانو لپاره عصري سامان لرونكې يو اېمبولېنس هم روان كړے شوے دے۔ ډاکټر حفیظ الرحمن ووئيل د غزه جنګ د لاسه د 22 لكه كسانو ځپلې كېدل ګردې نړۍ او په خاص توګه مسلمانانو لپاره ستر امتحان دے۔ الخدمت فاؤنډېشن جنګ ځپلې وروڼو خوېندو ته د ريليف وركولو هڅې كوي او الخدمت فاؤنډېشن تر دې دمه د غزه ځپليو له د يو ارب 70 كروړه روپو د مرستې فعاليتونه ترسره كړې دي۔ ده ووئيل الخدمت فاؤنډېشن د اېن ډي اېم اے په مرسته د ائیر کارګو او سمندر د لارې د مرستې لېږلو لړۍ پېل كړې ده۔ ده ووئيل غزه دا مهال يو لويے بشري بحران سره مخ ده او ددې بحالۍ لپاره به د اوږدې مودې منصوبې ته اړتيا وي كومې لپاره به چې هر يو له خپل كردار ترسره كول وي۔