بورډ بازار سره نزدې په شوې چاودنه كښې د ژوبل شوي مبينه ترهه ګر بيان قلمبند كړے شو

پېښور 12مارچ (اے پی پی) بورډ بازار سره نزدې په ناصر باغ سړك شوې چاودنه كښې د ژوبل شوي مبينه ترهه ګر بيان قلمبند كړے شو ۔د پوليس ابلاغ ذريعو له مخې د سي ټي ډي عملې پیښور كښې په ناصر باغ سړك د شوې چاودنې د ژوبل شوي مبينه ترهه ګر مختصر بيان رېكارډ كړو ۔د بيان له مخې مبينه ترهه ګرو يو كس نه د قلنګ اغستو غوښتنه كړې وه٬درې واړه ترهه ګر د هغه كور سره د چاودېدونكو توكو پلانټ لګولو پلو روان وو چې په موټرسائيكل چاودنه وشوه٬درې واړه ترهه ګر قلنګ غوښتونكې ډلې څخه وو٬ د ذريعو وينا ده چې د ژوبل شوي ترهه ګر په بيان نور څلور مشكوك كسان په حراست كښې اخستلې شوي او د نيولے شوو كسانو څخه نورې پلټنې روانې دي۔