
پېښور۔ 12 مارچ (اے پی پی)د خیبر پښتونخوا وزيراعلې علي امین ګنډاپور د مچنۍ تھاڼې په حدود كښې په پولیس د ډزو د پیښې غندنه كولو سره انسپکټر جنرل پولیس نه د پیښې رپورټ غوښتے ٬ د پریس سیکرټري ټو سي ایم څخه جاري بیان كښې وزیراعلی پیښه كښې د دوو پولیس اهلکارو په شهادت د غم دړد او د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړې ٬ علي امین ګنډا پور د شهيدانو كورنيو ته د شهداء پیکج تر مخه د معاوضې وركولو امر هم كړے ۔ د وزیراعلی وېنا وه حکومت به د شهيدانو كورنۍ يواځې نه پرېږدي او د دوي به هر ممكن معاونت کولې شي ۔وزیراعلی ووئېل د اولس د ځان او مال ساتنې لپاره پولیس ځانګرې قربانۍ وركړي ، په دې مهال ده ووئېل د پولیس شهيدانو قربانۍ به عېث نه ځي ،دغسې ده د ژوبل شوي اهلکار زر ښه كېدو له هم د نیکو هيلو څرګندونه وكړه۔