ملتان 12مارچ (اے پی پی)د حرم ګيټ سره نزدې د يوې ودانۍ رالوېدو په نتيجه كښې 9 كسه مړه او دوه ژوبل شوي۔دا پیښه په جوګياں محله كښې سهار درې نيمې بجې رامخې ته شوې د كومې اطلاع چې په فون 1122 ته وركړې شوې ۔د ډسټركټ ايمرجنسي افسر ډاكټر كليم له مخې درې منزله وداني په يو كور راپريوتې۔اطلاع ترلاسه كېدو سره ډلې د پیښې ځاې ته رسېدلي او د مرستې هلې ځلې ئې پېل كړي۔دغسې درېسكيو اپرېشن بشپړېدو سره دوه ژوبل شوي نشتر روغتون ته منتقل كړے شول ۔ډپټي كمشنر٬ډي پي او او نور افسران هم د پیښې ځاې ته رسېدلې او د پیښې د پږټنو امر ئې كړے ۔د پیښې سبب لپاره نورې پلټنې هم روانې دي۔په حق رسېدلو كسانو كښې د يوې كورنۍ7 كسان شامل دي چې پكښې خاوند ٬ كور ودانې او پنځه ماشومان شامل دي۔