ډېره اسماعيل خان 11مارچ(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور په هدايت واسا دفتر كښې د اے ډي سي سيد ګلفام شاه په مشرۍ كښې غونډه وشوه په غونډه كښې د پبلك هېلت محكمې ايكسين انجينئر زيشان خان ګنډه پور٬د واسا چارواكو او د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د محكمه جات فوكل پرسن نواز خان ګډون كولو۔ په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين ګنډه پور لخوا ډېره اسماعيل خان كښې د بازارونو پشمول نورو سيمو كښې په بېړني بنيادونو د پرمختيائي كارونو كولو هدايت نه پس ګڼ شمېر پرېكړې وكړې شوې٬د پبلك هېلت ايكسين انجينئر زيشان خان ګنډه پور وينا وه چې پبلك هېلت محكمه به د سيمې تعمير او پرمختګ او د كار معيا باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د اے ډي سي سيد ګلفام شاه وينا وه چې د صوبائي حكومت لخوا د ډېره اسماعيل خان تعمير او پرمختګ لپاره به ډېر زر په بېلو پروژو كار پېل كړے شي د كومې ګټې به چې نيغ په نيغه اولس ورسي۔د وزيراعلٰی فوكل پرسن نواز خان د صوبائي حكومت لخوا د ډېره اسماعيل خان پرمختيائي پروژو لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركړو