د كشمير شخړې نه حل كيدو د لاسه كشميرې اولس ستونزو سره مخ دے ٬ كل جماعتي حريت كنفرنس

سرینګر۔10مارچ(اے پی پی) كل جماعتي حريت كنفرنس وئيلي دي 7 لسيزو څخه په ملګرو ملتونو كښې ځنډ سره مخ د كشميري شخړې نه حل كيدو د لاسه كشميرې اولس ستونزو سره مخ دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس وياند اېډوكېټ عبد الرشید منهاس په سرينګر كښې په جاري يو بيان كښې وئيلي چې هند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق جائزې غوښتنې غلې كولو لپاره خپله جارحانه او پرتشدد پالېسي روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل كال 1947 څخه تر دې دمه لږ تر لږ 5 لكه كشميري وګړو هند څخه آزادۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده او دوئي به د خپل منلي شوي حق كله هم سودا ونكړي۔ ده په غېر قانوني توګه د نظر بند ټولو كشميري سياسي لارښودو د خوشې كولو غوښتنه وكړه په كومو كښې چې د كل جماعتی حریت کنفرنس چیئرمېن مسرت عالم بټ، محمد یاسین ملک، شبیر احمد شاہ، آسیه اندرابی او نعیم احمد خان شامل دے۔ وياند ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې مداخلت كولو سره د كشمير مسئله حل كړي دغسې چې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن په ځايې كړې شي۔