د سندھ وزيراعلی په نوابشاه كښې د ترافيكي پيښې نوټس واخست ٬ په ځاني زيان د افسوس څرګندونه

کراچۍ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ په نوابشاہ كښې د مسافر وېن پېښې نوټس اخستو سره په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ وزيراعلی ضلعی انتظامیې ته په سمدستي توګه د پېښې ځايې ته د رسېدو هدايت كولو سره وئيلي چې ژوبل شوي دي زر تر زره روغتون ته منتقل كړې شي۔ ده زياته كړه چې د مسافرو كورنيو سره دې هر ډول مرسته وكړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ياده شوې پېښه كښې 5 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔