پېښور ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د پېښور په بورډ بازار ناصر باغ روډ سيمه كښې په يو موټر سائيكل كښې د چاؤدېدونكو توكو چاؤدلو په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 1 ژوبل شوے دے۔ د ریسکیو 1122 پېښور له مخې دا پېښه په بورډ بازار ناصر باغ روډ يو موټر سائيكل كښې د چاؤدنې له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 2 كسان مړه او 1 ژوبل شو۔ رېسكيو 1122 مړي او ژوبل شوے تن خېبر ټيچنګ روغتون ته منتقل كړے دے۔