د وزيراعلی مريم نواز د نيشنل پريس كلب اسلام آباد نوي ټاكلي شوي صدر او نورو عهديدارانو ته مباركي

لاهور۔9مارچ(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی مريم نواز د نيشنل پريس كلب اسلام آباد نوي ټاكلي شوي صدر او نورو عهديدارانو ته مباركي وركړې ده۔ وزیر اعلی مریم نواز د نېشنل پرېس کلب اسلام آباد نوي ټاكلي شوي صدر اظهر جتوئی او نورو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعلی نائب صدرانو احتشام الحق، سحر اسلم خان، سېکترې نیئر علی،جوائنټ سېکترعون شیرازی، سحرش قریشی او فنانس سېکتر وقار عباسی ته مباركي وركړه۔ وزیر اعلی هيله ښكاره كړه چې د نېشنل پرېس کلب اسلام آباد نوې ټاكلې شوي عهدېداران به د خبريالانو آسانۍ او خېر ښېګړې له خپل كردار ترسره كوي۔