پېښور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د صدر ټاكنې له د پولنګ عمل پيل شوے دے په كوم كښې چې اولنې ووت صوبائي وزير ارشد ايوب وكارولو۔ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې صدارتي ټاكنو له پولنګ سټېشن د چيف جسټس پېښور هائي كورت ابراهيم خان په نګرانۍ كښې جوړ كړے شوے دے۔ د صوبائي اسمبلۍ غړي سهار 10 بجو څخه تر ماښام 4 بجو ووټ كاسټ كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ 107 غړي به صدارتي ټاكنو كښې برخه اخلي۔ د جمعیت علمائے اسلام 9 غړو د ټاكنو بائيكاټ كولو سره په ووټنګ كښې د برخې نه اخستو پرېكړه كړې ده۔ په صدارتي ټاكنو كښې مقابله د اتحادي حكومت كانديد آصف علي زرداري او د سني اتحاد كونسل محمود خان اچكزيۍ ترمينځه ده۔ د پیپلز ګوند پارليماني لارښود احمد كريم كنډي د آصف علي زرداري او صوبائي وزير مينا خان د محمود خان اچكزۍ پولنګ ايجنټ دے۔ د سني اتحاد كونسل 91 غړي به د محمود خان اچكزئي او د پاكستان مسلم ليګ نون ٬ پي پي پي او پي ټي آئي پي غړي به د آصف علي زرداري په حق كښې خپل ووټ كاسټ كوي۔ ټاكنې په سولييز ډول كولو له 350 څخه زيات امنيتي اهلكار تعينات كړې شوي دي۔