لاهور 08 مارچ (اے پي پي) پخوانے وزير اعظم ذوالفقار علي بھټو سرکاري شهيد او قامي اتل ګرځولو لپاره په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د جمعې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ په غونډه كښې د پيپلز پارټۍ پارلماني ليډر علي حېدر ګېلاني قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې د رائيو په كثرت سره منظور كړے شو۔