د صوبې پرمختګ او اولسي خېرښېګړه به زمونږ وړومبۍ ترجيح وي۔د كے پي كے وزيراعلٰی امين ګنډا پور

پېښور 08 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی امين ګنډا پور وئېلي دي چې وفاق سره به سياسي او نظرياتي اختلافات وي خو هغوي سره به وركنګ ريليشن ساتلې شي۔ د كابينې په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئيل چې د كابينې ټولو غړو ته مباركي او د د كابينې وړومبۍ غونډه كښې د دوئي ګډون ته هركلے وايم٬تجربه كار او په نوې غړو مشتمل ښه كابينه جوړه كړی شوې ده٬په سخت حالاتو كښې لويه ذمه واري ترلاسه شوې ده٬مونږ له د يوې ډلې پشان كار كول دي او لويو لويو كارونو ته پام كول دي۔د كے پي كے وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئيل چې ټول كارونه او پريكړې به د ميرټ په بنياد كولې شي٬ټولو له به كاركردګي ښودل وي او د اولس د هيلو له مخې به كار كول وي٬د صوبې پرمختګ او اولس خېرښېګړه به زمونږ ترجيح وي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم زمونږ په صوبه كښې باران ځپليو ته پيكج وركول ښه خبره ده٬سياسي او نظرياتي اختلافات به وي٬مونږ وفاق سره وركنګ ريليشن ساتو٬مونږ به هغوي سره كېښنو٬زمونږ معاشي ډله به هغوي سره په ګډه معاملاتو ته ګوري