د فيصل آباد په شمول په ګرد هيواد كښې د ميرمنو نړيواله ورځ سبا په بشپړ ډول لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 07 مارچ (اے پی پی) د فيصل آباد په شمول په ګرد هېواد كښې د مېرمنو نړيواله ورځ سبا د جمعې په ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي۔ په دې موقعه به د ګورنمنټ کالج فار وېمن یونیورسټی فیصل آباد، زرعی پوهنتون ، جی سی پوهنتون او آرټس کونسل تر اهتمام لاندې خصوصي دستورې ٬ واك او مشاعرې كولې شي۔ په دې ورځ به د مېرمنو د پرمختګ نړيوالې ادارې ٬ ویمن ډوېلپمنټ ډیپارټمنټ پنجاب او د ضلعي انتظاميې په شمول بېلې ادارې او د مېرمنو حقونو لپاره د كار كوؤنكو اېن جي اوز تر اهتمام لاندې سيمينارونه او كنفرنسونه كولې شي كومو ته به چې مهم سياسي ٬ كاروباري ٬ سركاري او نيم سركاري شخصيات خطاب كوي او مېرمنو ته د پېښو مسئلو احاطه كولو سره به دوئي په بېلو څانګو كښې د ملازمتونو په مهال دوئي ته د تحفظ وركولو او بنيادي آسانيو او مراعاتو څخه د مستفيد كېدو په اړه سفارشات وړاندې كوي۔ د مېرمنو نړيوالې ورځې حوالې سره به د آرټس كونسل تر اهتمام لاندې د مشاعرې اهتمام هم كولې شي په كومه كښې به چې نوموړي شاعران ګډون كوي۔