پېښور ۔ 06 مارچ (اے پی پی) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د شورؤ په ورځ د صوبائي وزيرانو د سوګند پورته كولو دستوره وشوه په كومه كښې چې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د صوبائي كابينې 15 غړو څخه د صوبائي وزيرانو په حېث د خپل منصب سوګند واخست۔ د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور هم د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔ د صوبائي وزير په حېث سوګند پورته كوؤنكو كښې ارشد ایوب خان، شکیل احمد، فضل حکیم خان، محمدعدنان قادری، عاقب اللہ خان، محمدسجاد، مینه خان، فضل شکور، نذیراحمد عباسی، پختون یارخان،آفتاب عالم خان آفریدی، خلیق الرحمن، سید قاسم علی شاہ، فیصل خان ترکئی او محمد ظاهر شاہ شامل دے۔ د سوګند پورته كولو دستورې څخه وروستو د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی صوبائی وزيرانو ته مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دستوره كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر بابرسلیم سواتی، چیف سېکرټری ندیم اسلم چوهدری، انسپکټر جنرل پولیس اختر حیات خان ګنډا پور، د انتظامي څانګو مشرانو سياسي او سماجي شخصياتو ګډون وكړو۔