مها شیو راتری دستورو كښې ګډون له 112 هندو یاتري پاكستان ته راورسيدل

لاهور۔6 مارچ(اے پی پی) د هندو مذهب د مها شيو راتري اختر په دستورو كښې ګډون كولو له هند څخه د هندو ياتريانو پلاوې د وشو ناتھ بجاج په مشرۍ كښې د واهګه پولې د لارې د شورؤ په ورځ پاكستان ته راورسېد۔ پلاوي ته د متروکه وقف املاک بورډ ایډیشنل سېکرټری شرائنز رانا شاهد سیلم د بورډ چيئرمېن ارشد فريد خان لخوا ګلدسته او د شيو راتري مباركي وړاندې كولو سره هركلې ووې۔ رانا شاهد سلیم په واهګه پوله ميډيا سره خبرو كښې ووئيل یاتریانو لپاره د امنيت ٬ استوګنې ٬ ټرانسپورټ او ميډيكل په شمول ټولو انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستاني هائي كمېشن لخوا خواست وړاندې كوؤنكو ټولو 112 ياتريانو ته 6 څخه تر 12 مارچ د 7 ورځو وېزا جاري كړې شوې ده۔ دوئي به د لاهور کرشنا مندر ته خپل رسم ادا كولو له ځي او بيا به په 12 مارچ هند ته روانېږي۔ په دې موقعه د پلاوي مشر وشو ناتھ بجاج خپلو خبرو كښې ووئيل زه داسې محسوسوم لكه خپل كور ته راغلے يم۔ ده ووئيل پاكستان ته د راتللو په مهال چې زمونږ كوم تود هركلې وكړې شو په دې د پاكستاني حكومت او د متروكه وقف املاك بورډ مننه كوؤ۔ دا خبره دې ياده وي چې هندو ياتري به لاهور كښې پاتې كېدو څخه وروستو په 7 مارچ د سپشل بسونو د لارې تاريخي كټاس راج مندر ته روانېږي۔ د متروکه وقف املاک بورډ تر اهتمام لاندې د مها شیو راتری مرکزی دستوره به په 9 مارچ تاریخی کټاس راج مندر چکوال كښې كيږي۔ ياتري به په 11 مارچ په لاهور كښې د کرشنا مندر، شاهی قلعه او نورو تاريخي ځايونو دوره كولو څخه وروستو په 12 مارچ هند ته روانېږي