د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د بنو په سب ډويژن وزير كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

پېښور 06مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د بنو په سب ډويژن وزير كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كړې۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی په بريد كښې د دوو امنيتي اهلكرو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ده د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا ئې وكړه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئېل په هېواد كښې د امن لپاره امنيتي ځواكونو بې مثاله قربانۍ وركړي٬د قام حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو لپاره امنيتي ځواكونو ته سلام كوم٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ ےدغسې وزيراعلٰی په بريد كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔