د خېبر پښتونخوا وزیراعلی باړہ بر قمبر خیل كښې د پوليو په ډله د ډزو د پېښې غندنه وكړه

پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علی امین ګنډاپور د ضلع خېبر په باړہ بر قمبر خیل سيمه كښې د پولیو په ډله د ډزو د پېښې غندنه كولو سره د ژوبل اهلكارو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه كړې ۔تفصیلات له مخې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی ضلعی انتظامیې ته د ژوبل اهلكارو په سمدستي توګه د طبی مرستې سپارښتنه كولو سره ووئيل په پولیس ډزو كښې ككړ عناصر دې په سمدستي توګه ونيولے شي او سيمه كښې د پوليو ډلو امنيت له دې اقدامات وكړے شي، فرنټ لائن كار كوونكې پولیو ورکرز زمونږ اتلان دي ۔ده ووئيل د پولیو په ضد قامي كمپائن كښې د امنيتي اهلكارو او هیلتھ ورکرز قربانۍ به بے ځايه نه ځي