انجینئر امیر مقام د بارانونو او واوري له امله د پېښو په نتيجه كښې په شوې ځاني او مالي زيان د افوس څرګندونه وكړه

پېښور 03 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام ټوله صوبه كښې د بارانونو او واوري له امله د پېښو په نتيجه كښې ئېه شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔خپل يو بيان كښې انجینئر امیر مقام په دې پېښو كښې په حق رسيدليو كسانو بخښنې او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه ٬ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه ٬ ده ووئيل د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو هغوې به يواځې پرېښودلې نشي۔ انجینئر امیر مقام انتظامیې ته پېښو كښې د ژوبل كسانو درملنې له ښه ډول آسانيو وركولو او د مرستې كارونو لپاره ټول وستئل كارولو اپيل كړې دې۔