ډي پي او روخانزیب خان شمالی وزیرستان ضلع كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل كړو

پېښور 03 مارچ (اے پي پي) شمالی وزیرستان ضلع كښې د اوار ورځ څخه د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شوې دې،كوم لپاره چې د ډسټركټ پولیس آفیسر روخانزیب خان په سپارښتنه سخت سیکیورټی ے انتظامات شوې دي او هغه پخپله د دې ټول انتظاماتو نيغ په نيغه نګراني كوي۔ پولیو كمپائن په وړومبۍ ورځ ډسټركټ پولیس آفیسر د روغتون دوره كولو د روغتيا محکمې عملے سره ملاقات کولو سره د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال د امن و امان مجموعی صورتحال په ځائې ساتلو او حفاظتی انتظامات په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ډسټركټ پولیس آفیسر د 5 كلونو څخه كم عمره ماشومانو لپاره د پوليو څاڅكي هم وركړل۔ډسټرګت پولیس آفیسر ټول اېس ډی پی اوز او اېس ایچ اوز ته سپارښتنه وكړه چې په دې مهال د سیکیورټی په صورتحال نظر وساتي۔