خېبر پښتونخوا كښې روانو بارانونو او لینډ سلائیډنګ په نتيجه كښې 27 كسان مړه ، 38 كسان ژوبل۔پی ډی اېم اے

پېښور 03 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې تيري ورځ راهسې روان بارانونو او لینډ سلائیډنګ له امله پېښو په نتيجه كښې تر اوسه 27 كسان مړه دغسې 38 كسان ژوبل شوې دي۔ پرونشل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) خېبرپښتونخوا د اړخه جاری شوې رپورټ له مخې تيره ورځ په ټوله صوبه كښې د بارانونو او لینډ سلائیډنګ له امله پېښو په نتيجه كښې تر اوسه 27 كسان مړه او 38 ژوبل شوې دي۔رپورټ له مخې د بارانونو له امله 129 كورونو ته جزوی دغسې 33 كورونو ته زيات زيان رسيدلې دې۔ وزیراعلیٰ په سپارښتنه ځليو له د مرستې وركولو سلسله روانه ده۔