د هند او نیوزی لینډ ترمينځه دريم ون ډے ميچ به په 29م اکتوبر کېږي

کانپور 27 اکتوبر (اے پي پي) د هند او نیوزي لینډ ترمينځه دريم ون ډے ميچ به په 29م اکتوبر په کانپور كښې كېږي۔ د دواړو ډلو ترمينځه سیریز 1-1 سره برابر دے۔ په ممبئۍ كښې په شوي په وړومبي ميچ كښې نیوزي لینډ کامیابی ترلاسه كړې وه او دويم ون ډے كښې هند د ښه كاركردګۍ څرګندونې سره كاميابي ترلاسه كولو سره سیریز برابر کړے۔