كوز دير ، تلاش مولی خټ كښې د خاورو كمر راپريوتو په نتيجه كښې درې كسان مړه

پېښور 02 مارچ (اے پي پي) د كوز دير تلاش مولی خټ سيمه كشې د خاورو كمر راپريوتو په نتيجه كښې درې كسان مړه شوې دي۔د ریسکیو 1122 وياند له مخې د تلاش مولی خټ سيمه كښې د خاور كمر د يو كور په چهت راپريوتې چې د ملبې لاندې ئې څلور كسان راغلې۔اطلاع ترلاسه كيدو سره ریسکیو 1122 ایمبولینسیز ،ډیزاټر وهیکل او اهلکار د پېښې ځائې ته رسيدلې۔ریسکیو 1122 ډلو پرله پسې درې ساعته سرچ اینډ ریسکیو آپریشن كړې۔د ریسکیو 1122 ډلې ریسکیو اینډ سرچ آپریشن په مهال د ملبې لاندې څخه څلور كسان ریکور کولو سره د تالاش کیټګری ډی روغتون ته رسولې دي۔روغتون كښې ډاکټرانو د درې كسانو د مړينې تصدیق کړې۔