میر سرفراز بګټی 41 ووټونه ترلاسه كولو د بلوچستان وزیر اعلی منتخب شو

كوئټه 02 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ كښې نوې قائد ایوان میر سرفراز بګټی غير د مقابلې منتخب شوې۔د كوم هم دويم ګ:وند غړي د نامزدګۍ كاغذونه نه ؤ جمع كړې چې له امله ئې هغه د مقابلې نه غير منتخب شوې۔ دغسې د اسمبلۍ قوائد او ضابطه كار له مخې وزیراعلیٰ ټاكنو لپاره د رايو شميره وشوه۔ د اسمبلۍ غونډه د اسپیكر كیپټن (ر) عبد الخالق په مشرۍ كښې شوې ۔وزیر اعلیٰ لپاره ووټنګ عمل بشپړيدو نه پس میر سرفراز بګټی ته په ایوان كښې 41 ووټ ترلاسه شوي۔ پیپلز ګوند ، پی ایم ایل این ، بی اے پی، اے این پی او نورو پارلیمانی اتحادی ګوندونو په میر سرفراز بګټی د باور څركندونه كړي۔ د جے یو آئی او نېشنل ګوند غړو ووت كاسټ نه كړو۔