خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو له امله 7 كسان مړه ، 5 ژوبل

پېښور 02 مارچ (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ډائریکټر جنرل ریسکیو 1122 ډاکټر خطیر احمد وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو له امله 7 كسان مړه او 5 ژوبل شوې دي۔ځپليو سيمو كښې د مرستې کارروائی رواني دي۔ ریسکیو 1122 د اړخه جاري شوې بيان كښې ډاکټر خطیر احمد وئويل ریسکیو 1122 د باران پشمول روزمره ایمرجنسیز كښې د خذمات او آسانيو سلسله روانه ده، خېبرپښتونخوا كښې تيره ورځ راهسې د باران له امله 7 كسان مړه او 5 ژوبل شوې دي،مړو شويو كښې 5 ماشومان ، ميرمن او يو نارينه شامل دے۔ د پېښور ضلعی انتظامیې وئيلي چې د پېښور ټولو تحصیلونو كښې د روان باران له امله د كوم هم زيان په صورت كښې د پېښور ډپټی کمشنر کنټرول روم لمبر 0919211338 ټیلیفون کولو سره تفصیلات وركولې شئ،په سمدستي توګه به كاروائي ك ولې شي۔