کوئټه 01 مارچ (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي نومولے اميدوار مير سرفراز بګټي د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعلي منتخب شو۔د بلوچستان سپيکر عبد الخالق اچکزئۍ خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل د بلوچستان وزيراعلي انتخاب لپاره د جمعي د نهه بجو نه تر ماښام پنځو بجو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كول وو خو تر ټاكلي وخت د پاکستان پيپلز پارټي كانديد مير سرفراز بګټي د وزيراعلې شپ لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي او د دوي نه غېر چا هم د نامزدګۍ كاغذونه نه دي جمع كړي٬ دغسې د جانچ پړتال نه وروستو د مير سرفراز بګټي کاغذونه درست وګرځولے شول او مير سرفراز بګټي د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعلي منتخب شو۔