د پي کے 29 شانګله ټو څخه عبدالمنعم خان او د پي کے 41 تورغر څخه كامياب شوي لائق محمد خان سوګند پورته كړو

پېښور 29 فروري (اے پي پي) د پي کے 29 شانګله ټو څخه ټاكلي شوي د صوبائې اسمبلۍ غړي عبدالمنعم خان او د پي کے 41 تورغر څخه كامياب لائق محمد خان د صوبائي اسمبلۍ غړيتوب سوګند پورته كړے۔ د زيارت په ورځ د اسمبلۍ غونډه سپيکر مشتاق احمد غني په مشرۍ كښې وشوه٬ د قرآن د تلاوت نه وروستو دواړو غړو سوګند پورته كړو۔ د يادونې وړ ده تېره ورځ د صوبائي اسمبلۍ 116 غړو سوګند پورته كړے ؤ ۔