بابرسلیم سواتي د 89 ووټونو په ترلاسه كولو د خېبر پښتونخوا 16م سپیکر وټاكلے شو

پېښور 29 فروري (اے پي پي) د تحریك انصاف مرستياله امیدوار بابرسلیم سواتي د 89 ووټونو په ترلاسه كولو په اکثریت سره د 22مې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ 16م سپیکر ټاكلے شوے،د هغه په مقابل كښې د اپوزېشن څخه د پیپلز پارټي امیدواراحسان اللہ میاں خیل 17 ووټونه ترلاسه كړل ۔د زيارت په ورځ د اسمبلۍ غونډه كښې سپیکر مشتاق احمد غنی په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔د غونډي په پيل مشتاق غنی د نوې سپیکر او ډپټی سپیکر انتخاب لپاره نوي غړي د تګلارې څخه خبر كړل۔په دې موقع اسمبلۍ سیکرټری کفایت اللہ ایوان ته ووئيل زما سره تيره ورځ د سپیکر انتخاب لپاره احسان اللہ پی کے115 (تجویز کنندګان رشاد خان ،ارباب زرك خان) او بابر سلیم سواتي د پی کے37 (تجویز کنندګان مرتضیٰ خان،محمد ادریس) د نامزدګۍ کاغذات جمع كړي كوم چې درست ګرځولې شوي۔ دغسې د سپیکر ټاكنې لپاره د ووټنګ عمل بشپړيدو نه پس سپیکر مشتاق غنی نتيجه اعلان كړه۔ ده ووئيل د سپیکر انتخاب لپاره مجموعي 106ووټونه اچولې شوي كوم چې ټول درست ګرځولې شوي او كوم هم ووټ نه دې مسترد شوے ،بابرسلیم سواتي 89 ووټونه او احسان اللہ 17 ووټونه ترلاسه كړي ٬ كومو غړو چې ووټ نه دې کاسټ كړے په هغې كښې سجاد اللہ،اعجاز محمد،میاں محمد عمر،محمد ریاض، عدنان خان ،اکرم درانی،محمداقبال،مخدوم زادہ محمد آفتاب حیدر،لطف الرحمن،ریحانه اسماعیل،عاصمه عالم شامل دي ٬ دې نه پس نوې سپیکر بابر سلیم سواتي د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو او دې د سپیکر کرسۍ ئې سنبهال كړه ۔