د خېبرپښتونخوا ګورنر د شهيد اېس پي اعجاز خان كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه

پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په مردان كښې پوليس مقابله كښې د شهيد شوي اېس پي اعجاز خان شېرپاٶ كور ته لاړ او د شهيد كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړې٬ په دې موقع ګورنر د شهيد لوړو درجو لپاره دعا كړې٬ په دې مهال ګورنر د اعجاز خان په شهادت د مردان ډپټي كمشنر فياض شېرپاؤ سره هم غمرازي ښكاره كړه۔ ګورنر ووئيل غمژنې كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك يو۔