
کراچۍ 28 فروري (اے پي پي) د سندھ نوي ټاكلي وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه ته د شورو په ورځ سهار په وزریر اعلیٰ هاؤس كښې ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔د سندھ وزیراعلی وياند له مخې په دې مهال چیف سیکریټری ډاکټر فخر عالم، آئی جی پولیس رفعت مختار،صوبائی سیکریټریز او نور اعلیٰ افسران هم موجود وو۔دغسې نوي وزیراعلی ته د پولیس يوې چتك ډلې سلامی وكړه۔دغسې د سندھ نوي وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه خپل فرائض تر سره كول پيل كړل۔ وزیراعلیٰ سره چیف سیکریټري ډاکټر فخر عالم،آئی جی رفعت مختار جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل ۔دې نه پس ئې د امن په اړه د وړومبۍ غونډې مشري وكړه۔ سید مراد علی شاه سهار په 7.45 بجې وزیراعلیٰ هاؤس ته رسيدلے ؤ