
کراچۍ 27 فروري (اے پي پي) د سندھ نوي ټاكلي شوي وزيراعلي سيد مراد علي شاہ سوګند پورته كړو ۔ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاٶس كراچۍ كښې وشوه ٬ د سندھ ګورنر کامران ټېسوري د سيد مراد علي شاہ څخه د وزارت اعليٰ د چوكۍ سوګند واغست۔ د سندھ وزيراعلي وياند له مخې د سوګند پورته كولو دستورې كاروائي چيف سېكرټري ډاكټر فخر عالم ترسره كړه ۔ په دستوره كښې د پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بھټو زرداري، نګران وزيراعلي مقبول باقر، سپيکر اويس قادر شاہ، دوهم سپيکر نويد انتھوني او د پيپلز پارټي نوو ټاكلے شوو غړو ګډون كولو۔ په دې موقع فريال تالپور، سيد قائم علي شاہ، آغا سراج دراني، ناصر شاہ، شرجيل ميمن، امتياز شيخ، سردار شاہ، صوبائي سېكتران، آئي جي پوليس رفعت مختار او نورو چارواكو سره سره د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو هم ګډون كولو