كوئټه 27فروری(اے پی پی)د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره نوموړي لوبغاړي شاهد خان آفريدي ملاقات كړے ٬ ملاقات كښې بلوچستان كښې د لوبو د ودې٬سماجي څانګه كښې د بې وزله كسانو په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ نګران وزيراعلٰی د شاهد خان آفريدي لخوا په بلوچستان كښې د ځوانانو لارښودنې او سماجي څانګه كښې خذمات ستائېلو سره ووئېل د بلوچستان ځوانان د لوبو او خذمت خلق په مېدان كښې د ګټورو جذبو او صلاحيتونو په اړه د چا څخه كم نه دي٬ دې ځوانانو ته ښې موقعې او مثبت لاره ك هوركړی شي نو دا ډېره ښه كاركردګي ښودلې شي۔ دغسې ملاقات كښې شاهد خان آفريدي په بلوچستان كښې د سماجي خذمات دائره پراخه كولو ل ه د عزم څرګندونه وكړه۔