د ابابيل سكواډ د شهيد اهلكار د جنازې مونځ ادا كړے شو

پېښور۔ 27 فروري (اے پي پي) د پېښور د پھندو تهاڼې د حد دننه د نامعلومه وسله والو په ډزو د شهيد شوي ابابيل سكواډ اهلكار قېصر خان د جنازې مونځ په ملك سعد شهيد پوليس لائن كښې د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ په دې موقع پوليس افسرانو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو او د پوليس يوې چمتو ډلې ورته سلامي وړاندې كړه۔ د جنازې مونځ كښې اېس اېس پي آپرېشنز کاشف آفتاب عباسي، اېس پي فقير آباد، اېس پي ابابيل او د ايس پي هېډکوارټر په شمول د شهيد كورنۍ ٬ پوليس افسرانو او ګڼ شمېر اهلكارو ګډون كولو۔ اېس اېس پي آپرېشنز کاشف آفتاب عباسي د شهيد غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره شهيد لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ د پوليس له مخې د ابابيل سکواډ اهلكارو په موټر سائيكل ناستو كسانو ته د اودرېدو اشاره وكړه٬ په نه اودرېدو پوليس اهلكارو د دوئي تعاقب وكړو۔ دغسې په موټر سائيكل ناستو كسانو په اهلكارو ډزې وكړې چې په نتيجه كښې ئې د ابابيل سکوارډ اهلكار قيصر خان شهيد او د هغه ملګرے ژوبل شو۔ ژوبل شوے اهلكار روغتون ته منتقل كړے شوے ۔ دې دواړو اهلكارو په ګلبهار تھاڼه كښې وظيفه ترسره كوله۔ بلخوا د تورونو نيولو لپاره په سيمه كښې عمليات روان دي