خيبر ضلع ٬ تيراه كښې سړكونو څخه د واورې لرې كولو كار روان دے

پېښور ۔ 27 فروري (اے پي پي) د ضلعي انتظاميې په نګرانۍ كښې د خېبر ضلعې په تيراه سيمه كښې سړكونو څخه د واورې لرې كولو كار روان دے۔ د خېبر ډپټي کمشنر کېپټن (ر) ثناء الله خان له مخې د سي اېنډ ډبليو هائي ويز څانګې لخوا د مشينرۍ د لارې مركزي لارې څخه واورې لرې كولې شي ۔ ده ووئېل د واورې ورېدو د لاسه ځايي خلق په تللو راتللو كښې ستونزو سره مخ دي