د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه(سبا)كېږي٬٬په غونډه كښې به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكڼې كولې شي

پیښور 27فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلې شوې اسمبلۍ غونډه(نن)د شورو په ورځ 11 بجې كېږي۔د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين آرټيكل 109 له مخې د خبرپښتونخوا ګورنر د نوې ټاكلې اسمبلۍ غړو څخه سوګند پورته كولو ٬د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكلو ٬ سوګند پورته كولو او د وزيراعلٰی ټاكنې لپاره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه د شورو په ورځ د فرورۍ په 28مه نېټه كال 2024 د ورځې 11 بجې صوبائي اسمبلۍ هال پیښور كښې رابللې ده۔۔