ملتان۔ 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د روان پي اېس اېل 9 م ايډيشن يو مهم مېچ نن د نهې په ورځ د روايتي حريفو ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمينځه كيږي۔ دوه كاله وړاندې هم په ننۍ ورځ د دواړو لوبډلو ترمينځه د پي اېس اېل7م فائنل مېچ په قذافي سټيډيم كښې شوے ؤ په كوم كښې چې لاهور قلندرز ملتان سلطانز ته ماتې وركولو سره په وړومبي ځل د پي اېس اېل چېمپئن ګرځېدلے ؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ملتان سلطانز په 5 مېچونو كښې 4 مېچونه ګټلو سره په پوائنټس ټېبل تر ټولو وړاندې روان دے۔ بلخوا لاهور قلندر تر دې دمه كوم مېچ نه دے ګټلے