کوئټه۔ 26 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعات صوبائي وزير جان اچکزئی وئيلي دي نګران حكومت په لنډه موده كښې د صوبې مسئلو حل كولو بشپړه هڅې كړي ۔ د ګل په ورځ په سول سېکرټرېټ كښې خبري كنفرنس كښې د اطلاعات صوبائي وزير په ټول ټاكنو كښې كاميابو شوو كانديدانو ته مباركي وركولو سره دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل هيله ده چې نوے حكومت به هم د اولس د مسئلو حل كولو دغه پالېسۍ روانه ساتي۔ نګران صوبائي وزير ووئيل ترهګري يو لوئې چېلنج ؤ ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منېر وژن او د امنيتي ځواكونو د خوارۍ له امله په ترهګرۍ قابو وموندلے شو۔ ده هيله ولرله چې جوړېدونكے حكومت به هم د كرپشن په ضد جنګ روان ساتي