لاهور 26 فروري (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټي صدر عبدالعليم خان مريم نواز له د پنجاب په وزيراعلي ټاكلې كېدو مباركي وركړې۔ د جاري بيان له مخې ده ده هيله څرګنده كړه چې مريم نواز به د صوبې انتظام په ښه ډول وچلوي او استحکام پاکستان پارټي به په وفاق او پنجاب كښې د حكومت غېر مشروط ملګرتيا كوي۔ عبدالعليم خان ووئيل د پنجاب د اولس مسئلې حل كولو ته پام لرنه پكار ده۔