پېښور 26 فروري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې نن د ګل په ورځ د باران او ږلۍ ورېدو سره يخني زياته شوې۔ د موسميات محكمې له مخې صوبه كښې د جمعې تر ورځې دمه په دمه د نري او د تېز باران سره سره په غرونو د واورو ورېدو امكان دے٬ په دې موقع به د صوبې په بره ضلعو كښې موسم ډېر يخ او وريځې وي۔ بلخوا پي ډي اېم اے په صوبه كښې د بارانونو او واورې ورېدو له مخې ضلعي انتطاميه ته د پېشګي اقدامات امر كړے ۔