سيد مراد علي شاه په درېم ځل د سندھ اعلٰې وزير وټاكلے شو

کراچۍ 26 فروري (اے پي پي) سيد مراد علي شاه په درېم ځل د سندھ اعلٰي وزير ټاكلے شوے ٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښود سيد مراد علي شاه د ګل په ورځ سندھ اسمبلۍ غونډه كښې 112 ووټونه ترلاسه كولو سره په درېم ځل د سندھ وزير اعلي وټاكلے شو ٬ د هغه په مقابل كښې د اېم کيو اېم پاکستا كانديد علي خورشيدي 36 رائې ترلاسه كړې۔ د دې نه وړاندې د صوبائي اسمبلۍ غونډه د سپيكر سيد اويس قادر شاه په مشرۍ كښې پېل شوې وه ٬ سپيکر نوي ټاكلي وزيراعلې سيد مراد علي شاه ته په درېم ځل ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ دغسې د انتخابي نتيجو اعلان نه وروستو د حکومت او اپوزيشن غړو نوي ټاكلي وزيراعلي له مباركي وركړه۔