پنجاب اسمبلۍ كښې نورو 2 غړو سوګند پورته كړو٬ د غړو ټوله شمېره 329 شوه

لاهور 26 فروری(اے پی پی)د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې نورو دوو د اسمبلۍ غړو سوګند پورته كړو۔د ګل په ورځ د پنجاب اعلٰی وزير ټاكنې لپاره غونډه كښې سپيكر ملك محمد احمد خان نوو ټاكلے شوو غړو څخه سوګند واخست۔په غونډه كښې خضر حسېن مزاري او طاهر قيصراني سوګند پورته كړو۔د پنجاب اسمبلۍ په وړومبۍ غونډه كښې 327 د اسمبلۍ غړو سوګند پورته كړے ؤ٬ د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډه كښې د دوو نورو غړو د سوګند پورته كولو نه پس پنجاب اسمبلۍ كښې د غړو شمېره 329 ته ورسېده۔