لاهور 26 فروري (اے پي پي) د پنجاب آئي جي ډاکټر عثمان انور چيف سېكتر زاهد اختر زمان سره د پنجاب اسمبلۍ دوره كولو سره د امنيتي انتظاماتو جاج اخستې۔ د ګل په ورځ د دورې په مهال آئي جي پوليس چارواكو او امنيتي اهلكارو ته د امنيت په اړه خاص هدايات جاري كړل۔ ده ووئيل چې غېر متعلقه كوم وګړي ته دې د اسمبلۍ په احاطه كښې د داخلېدو اجازه ورنكړې شي او د امنيت ټينګولو له دې بشپړه انتظامات وكړې شي۔