كوز دير٬ ترافيكي پيښه٬ يو تن مړه 39 ژوبل

پېښور 26 فروري (اے پي پي) كوز دير كښې په ترافيكي پېښه كښې يو تن مړ او 39 ژوبل شوي۔ د ځائي پوليسو له مخې پېښه خزانه بائي پاس سره د بس ژورې كندې ته د لوئېدو له امله رامخې ته شوې٬ په بس كښې په مجموعي توګه 50 كسانو سفر كولو ۔ د پېښې مړې او ژوبل شوي نزدې روغتون ته او درې اندېښمن كسان پېښور ته منتقل كړې شوې دي۔ په ژوبل شويو كښې د كوز دير٬ باجوړ او مومند مسافر شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې بس د كراچۍ نه باجوړ ته روان ٶ۔