د بدل اخستو سياست په ځايې به د ورورولۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره مخ په وړاندې ځؤ۔ علي امين ګڼدا پور

پېښور ۔ 25 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نومولي شوي وزيراعلی علي امين ګڼدا پور وئيلي دي د بدل اخستو سياست په ځايې به د ورورولۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره مخ په وړاندې ځؤ٬ د قرآن پاك تدريس او د يو ډول نظام تعليم په شمول نورو تعليمي آسانيو كښې به اضافه كولې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په پېښور كښې نوې ټاكلې شوې د صوبائي اسمبلۍ غړو ٬ علماﺀ كرام ٬ مشائخو او وكيلانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د دې هېواد لپاره زياتې سختې برداشت كړې دي٬ مونږ به صوبه كښې د امن وضعه ښه كولو سره سره د عام اولس د ځان او مال تحفظ باوري كوؤ۔ ده ووئيل زمونږ حكومت به د پارليمان دننه او بهر په هره يوه كچه د اعلی جمهوري اقدارو خيال ساتي۔ دده وېنا وه چې صحت کارډ، لنګر خانې ٬ پناه ګاهونه او د پوليس اصلاحات به بحال كولې شي۔ ده ووئيل د دې عظيم مشن ترسره كولو له به د وسائلو كمې د لارې خنډ كېدو ته پرېښودلې نه شي۔