
پېښور۔ 25 فروری (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی وئيلي دي د هېود سباؤن لوستې ځوانانو سره تړلے دے٬ ځوانانو لپاره د معياري زده كړو په شمول اړوندې نورې ټولې آسانۍ برابرول د وفاقي او صوبائي حكومتونو اولينو ذمه وارو كښې شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پېښور پوهنتون كېمپس صدر محمود صلاح په مشرۍ كښې د یونیورسټی آف پشاور،اسلامیه کالج، زرعی یونیورسټی، خېبر میډیکل کالج، این سی ایس او امام ابو حنیفه کالج په زده كوؤنكو مشتمل 70 كسيزه پلاوي سره ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې پلاوي ګورنر زده كوؤنكو ته د پېښو ځينو مسئلو په اړه ووئيل۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل د پېښور په شمول د ګردې صوبې په پوهنتونونو او كالجونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو بې وزله زده كوؤنكو ته سکالرشپس وركولو او د دوئي فيسونه معافو كولو په اړه به د اړوندو وائس چانسلرانو په شمول د اړوندو تعليمي ادارو مشرانو سره خبرې كولې شي او په دې لړ كښی به د ګورنر هاؤس لخوا بشپړه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل ټولو پوهنتونو ته مې دې څخه وړاندې هدايت كړے وو چې معذور زده كوؤنكو ته دې سكالرشپس او د زده كړو وېړيا آسانۍ وركړې شي او دغسې بې وزله او زده كوؤنكو ته د سكالرشپس وركولو او د دوئي فيس معاف كول به هم باوري كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ قيمتي سرمايه ځوانان دي او د دې قيمتي سرمايې تحفظ به باوري كول وي خو ځوانانو له به هم خپل صلاحيتونه په مثبت توګه كارولو سره د معاشرتي پرمختګ برخه جوړېدل وي۔